ایکناخبری اژانس راپور راکړ ، دغه کتاب ،قانون او په سیاسی لیدتوګې کې قانون جوړونې ته د اسلام د ژور نظر ښودنه کوي . دغه کتاب د اسلام دسیاسی نظرئې دموضوع په باب دتهران د جمعې لمانځه له خطبو په مخکې ویناؤ کې د لیکوال دخبرواترو دلړۍ نتیجه ده چې دهغه درویشت سپرکي ، دهغو بحثونو د لمن پراخوالی ښئ چې داسلام دسیاسی مسئلو په حوزې کې ورباندې ارزونې شوي دي .
د مجمع جهاني اهل بیت ټولنې په وینا ،په پیل کې دغه اثر یا کتاب ، د سیاسیت ، آزادۍ ،حکومتی جوړښت ، ډیموکراسۍ او په دینی نظام کې دقوانینو په څير د عناصرو د ځائيګي په باب بحث شوی او په دوام کې ، په اساسی توګه قوانینو او ارزښتونو ته د اسلام او لویدیځ دنظر توپیر او د لویدیځ د مادي تفکر ارزونه پکې بیان شوې ده .
لیکوال په پاي کې ، د له حاکمیّت او قانون جوړونې سره د تشریعي ربوبیّت دارتباط ، دسیاست او حکومت او په انسانیّت کې د وحدت د اصل او د ښاریزو د تابعیّت د ارزونې په حوزو کې د اسلام ځانګړنې په څير بحثونه مطرح کړي دي .
د اسلام سیاسی نظرئې نومې ۳۹۵مخیز کتاب په هندوستان کې په اردو ژبه د مولانا حیدر حیدري په وسیله ژباړل شوی او د اهل بیت علیهم السلام دنړیوالې ټولنې خپرندوئې د ولایت خپرندوئې په ملګرتیا سره ددغه کتاب زر نسخې ئې خپرې کړي دي.